ننګرهار کې د ترهګرو طالبانو څلور مرکزونه له منځه یوړل شول.
تېره شپه د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ په خادخېلو سیمه کې امنیتي ځواکونو ګډ عملیات ترسره کړي.
د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو څلور مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
د ترهګرو طالبانو په مرکزونو کې یو شمېر چاودېدونکي توکي، وسلې او ماینونه هم د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ شوي دي.
همداراز د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو یو داعش ترهګر هم نیولی دی.