ننګرهار کې دوه تنه له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۴:۵۷
8

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه تنه له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
دا دوه تنه تېره ورځ د کامې ولسوالۍ په ټاپو کلي کې داعش ترهګرو ته د جلب او جذب په تور نیول شوي دي.