ننګرهار کې درې تنه د وژنې، انسان تښتونې او غلا په تړاو نیول شوي

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱ - ۱۶:۲
01

د ننګرهار ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو په مرکز جلال اباد ښار کې درې تنه د وژنې، انسان تښتونې او غلا په تړاو نیولي دي.
پولیسو د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې له اړوند سیمو یو کس د وژنې په تړاو نیولی دی.
همداراز له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو کس د انسان تښتونې په تړاو نیولی دی.
د جلال اباد ښار د اومې ناحیې په اړوند سیمو کې هم یو کس د کورونو د مالونو د غلا په تړاو نیول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د دې کسانو دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.