ننګرهار او کندهار کې دوه تنه د ترهګریزو پېښو د ترسراوي په تړاو ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې دوه تنه د ترهګریزو پېښو د ترسراوي په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه یو تن یې د ننګرهار ولایت له سپین غر ولسوالۍ له یو میل وسلې او نشه يي توکو سره او بل یې د کندهار ولایت له دامان ولسوالۍ څخه چې د کندهار پر هوايي ډګر یې توغندیز بریدونه کول؛ نیولي دي.