مولوي محمد اسحاق اخندزاده د غزني د نوي والي په توګه وګومارل شو

moi-af
جمعه ۱۴۰۰/۸/۲۱ - ۱۰:۵۳

د غزني والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او پرسونل د معین مولوي نور جلال له لوري د یاد ولایت چارواکو ته ور وپېژندل شو.
په یاده پېژنده غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ستریاور مولوي عبدالرحیم ثاقب، د غزني ولایت یو شمېر چارواکو او مشرانو هم ګډون درلود.

په دې غونډه کې د غزني والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده د غزني ولس ته ډاډ ورکړ، چې د امارت مجاهدین به یې شته ستونزو او ننګونو ته پر وخت رسېدنه کوي او د ولس پر یووالي او ملاتړ یې ټینګار وکړ.

غزني مېشتو هم د غزني نوي والي ته د مرستې او همغږۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه