مطبوعاتي اعلامیه

jamil-moi
7

کورنیو چارو وزارت کې د بنسټیزو بدلونونو او د خیالي پولیسو له شتونه د مخنیوي په موخه د ملي پولیسو د پرسونل د معاشونو د ورکړې نوی سیستم (اپس APPS) جوړ شوی دی.
دا سیستم د شته بشري سرچینو د څارنې او ارزونې، د پولیسو منسوبینو د اسنادو د مخینې د ښه والي، ملي پولیسو ته د غوره رسېدنې او په یاد بنسټ کې د فساد کچې د ټيټېدو په برخو کې اړین دی.
د شته بشري سرچینې سیستم د ملي پولیسو د لوړو قدمو له چارواکو سره مرسته کوي، څو د خپلو تر ولکې لاندې سیمو کې د امنیت د ټينګښت، د قانون تنفیذ او د عامه او نظم د ساتنې په برخو کې د پولیسو منسوبینو کره او کافي پرسونل شمېرې په واک کې ولري.
همداراز د دې برنامې په بشپړ تطبیق سره کورنیو چارو وزارت کولای شي، څو د هېواد په ټولو برخو کې د ملي پولیسو معاشونه په دوامداره توګه په مناسب وخت کې ورکړي.
د روان کال په لړ کې د کورنیو چارو وزارت د شته بشري سرچینو ډلې ټولو ولایتونو ته لېږدول شوې، چې اوسمهال له څو ولسوالیو پرته د نورو ولایتونو او ولسوالیو د ۹۰ سلنه پرسونل چارې ترسره شوې دي.
د شته بشري سرچینو موظفې ډلې د پرسونل په تړاو مخکني اسناد په واک لري، چې تر څېړلو وروسته به یې تاییدوي. کله چې یاد اسناد تایید شول، د اطلاعاتو د ارزونې پړاو پيليږي؛ که چېرې تر دې دمخه کوم کس سیستم ته نه وي دننه شوی، لومړی بایومېتریک کېږي او وروسته په سیستم کې ثبتيږي او که چېرې بیا کس له مخکې سیستم ته دننه شوی وي، په سیستم کې یې بیا ځلي ثبت تاییديږي. د دې ترڅنګ په اپس سیستم کې د ټولو منسوبینو ثبت شوي معاشونه د بانکي حسابونو له لارې لېږدول کېږي او هغه کسان چې د سرطان (چنګاښ) میاشتې معاشونه یې نه وي ترلاسه کړي، په نږدې راتلونکي کې به ترسره شي.
تمه ده څو د دې پروسې په بشپړېدو سره د ملي پولیسو د معاشونو د ورکړې او تشکیلاتي اړتیاو ته یې د رسېدنې لړیو ته پر وخت پاملرنه وشي.

مطبوعاتي اعلامیې

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۰:۷
Background image

د پولیسو اکاډمۍخبرتیا

د پولیسو اکاډۍ د ۱۴۰۳/۱۰/۴ نېټې د خبرتیا په تعقیب چې په یاده اکاډمۍ کې د ماسټرۍ پروګرام د نوملیکنې په موخه خپره شوې وه یو ځل بیا ټولو مینوالو ته خب

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۰:۲۱
Background image

خبرتیا

پېښو ته د رسېدو او اطفایې لوی ریاست د اورلګېدو د مخنیوي او د ګرانو هیوادوالو د ځان، مال او شتمنیو د ساتنې په موخه له ټولو دولتي او شخصي مؤسساتو او

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۰:۵۴
Background image

د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ د ماسټري برنامې خبرتیا

د کورنیو چارو وزارت د مرکزي ادارو او قطعاتو ټولو منسوبینو ته چې، غواړي د ماسټري برنامې د جزاء حقوقو او جرم پیژندنې، ادارې او عامه پالیسۍ په څانګو ک

Back to announcements