مطبوعاتي اعلامیه

jamil-moi
7

کورنیو چارو وزارت کې د بنسټیزو بدلونونو او د خیالي پولیسو له شتونه د مخنیوي په موخه د ملي پولیسو د پرسونل د معاشونو د ورکړې نوی سیستم (اپس APPS) جوړ شوی دی.
دا سیستم د شته بشري سرچینو د څارنې او ارزونې، د پولیسو منسوبینو د اسنادو د مخینې د ښه والي، ملي پولیسو ته د غوره رسېدنې او په یاد بنسټ کې د فساد کچې د ټيټېدو په برخو کې اړین دی.
د شته بشري سرچینې سیستم د ملي پولیسو د لوړو قدمو له چارواکو سره مرسته کوي، څو د خپلو تر ولکې لاندې سیمو کې د امنیت د ټينګښت، د قانون تنفیذ او د عامه او نظم د ساتنې په برخو کې د پولیسو منسوبینو کره او کافي پرسونل شمېرې په واک کې ولري.
همداراز د دې برنامې په بشپړ تطبیق سره کورنیو چارو وزارت کولای شي، څو د هېواد په ټولو برخو کې د ملي پولیسو معاشونه په دوامداره توګه په مناسب وخت کې ورکړي.
د روان کال په لړ کې د کورنیو چارو وزارت د شته بشري سرچینو ډلې ټولو ولایتونو ته لېږدول شوې، چې اوسمهال له څو ولسوالیو پرته د نورو ولایتونو او ولسوالیو د ۹۰ سلنه پرسونل چارې ترسره شوې دي.
د شته بشري سرچینو موظفې ډلې د پرسونل په تړاو مخکني اسناد په واک لري، چې تر څېړلو وروسته به یې تاییدوي. کله چې یاد اسناد تایید شول، د اطلاعاتو د ارزونې پړاو پيليږي؛ که چېرې تر دې دمخه کوم کس سیستم ته نه وي دننه شوی، لومړی بایومېتریک کېږي او وروسته په سیستم کې ثبتيږي او که چېرې بیا کس له مخکې سیستم ته دننه شوی وي، په سیستم کې یې بیا ځلي ثبت تاییديږي. د دې ترڅنګ په اپس سیستم کې د ټولو منسوبینو ثبت شوي معاشونه د بانکي حسابونو له لارې لېږدول کېږي او هغه کسان چې د سرطان (چنګاښ) میاشتې معاشونه یې نه وي ترلاسه کړي، په نږدې راتلونکي کې به ترسره شي.
تمه ده څو د دې پروسې په بشپړېدو سره د ملي پولیسو د معاشونو د ورکړې او تشکیلاتي اړتیاو ته یې د رسېدنې لړیو ته پر وخت پاملرنه وشي.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements