لوګر کې یو تن له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوی

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې یو تن له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولی دی.
همداراز د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز اړوند په "بابوس" کلي کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو یو شمېر جنګي تسلېحات، نظامي تجهیزات او درې عرادې موټرسایکلونو هم کشف او ترلاسه کړي دي.