لوګر کې د چاودېدونکو توکو یوه ډکه ډیپو کشف او له منځه یوړل شوه.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په پنګرام سیمه کې د یو لړ چاڼیز عملیاتو په ترڅ کې د چاودېدونکو توکو یوه ډکه ډیپو کشف او له منځه یوړه.
د دې عملیاتو په لړ کې ګڼ شمېر سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې او همداراز د ترهګرو طالبانو ۱۳ کړۍ ماینونه او د چاودېدونکو توکو یوه ډیپو کشف او وروسته بیا له منځه یوړل شول.