لوګر کې د ترهګرو د چاودېدونکو توکو یوه محموله کشف او له منځه یوړل شوه

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۰ - ۱۱:۱۷
7

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له نورو امنیتي ځواکونو سره یو ځای د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ په برکي راجان کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د ترهګرو د چاودېدونکو توکو ۴۰۰ کیلو ګرامه محموله، ۲۱ عدده شاجورونه، درې کړۍ لاسي بمونه او یو کړۍ ماین کشف او له منځه وړي دي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې څوک ندي نیول شوي.