لغمان، زابل او غزني کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی شوی

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۹ - ۹:۲۸
6

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لغمان ولایت د خروټي ولسوالۍ پر لاره د یو کړۍ ځای پر ځای شوي ماین له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماین د دې سیمې د ملکي خلکو د نښه کولو په هدف ځای پر ځای کړی و، چې له چاودنې مخکې پولیسو کشف او له منځه وړی دی.
د زابل ولایت پولیسو هم د مرکز کلات ښار په اړوند سیمو کې د یوه مقناطیسي ماین له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماین په یو موټر کې ځای پر ځای کړی و، چې هدف ته له رسېدو مخکې پولیسو کشف او شنډ کړی دی.
په همدې حال کې ترهګرو د غزني ولایت د مرکز لومړۍ حوزې په اړوند زړو صرافیو مارکېټ کې یو کړۍ ریموټ کنټرول ماین ځای پر ځای کړی و، چې پولیسو پر وخت کشف او له منځه وړی دی.
د یادونې وړ ده چې د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له درنو ملکي مرګ ژوبلو مخنیوی شوی دی.