فراه کې ۱۵ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۸ - ۱۲:۵
f

تېره شپه د فراه ولایت د مرکز اړوند په ګینهکان کلي کې، د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو او ملي اردو ځواکونو د ترهګرۍ ضد یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د یوه سیمه ییز قومندان اسد الله په ګډون اووه نور ترهګر طالبان وژل شوي او د یو بل سیمه ییز قومندان په ګډون اته نور سخت ټپیان شوي دي.
د عملیاتو پر مهال یو ډېر شمېر جګړه ییز توکي او یو عراده موټر سایکل هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.