فراه کې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۴ کړۍ ماینونه شنډ شوي.

د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو درې ورځې دمخه د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ په ځینو کليو کې د ترهګرو طالبانو له شتونه د پاکولو په موخه یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د یادو عملیاتو په لړ کې د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ تپه شېران، ګچګین، چپن افغاني او چپن فارسي کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي دي.
همداراز فراه کې ۱۴ کړۍ بېلابېل ماینونه هم د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا کشف او شنډ شوي دي.