فراه کې د ۲۶۴ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق مخنیوی وشو

د فراه امنیې قومندانۍ نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د یو کشفي عملیات پایله کې د فراه رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۲۶۴ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق مخه نیولې چې په یو پاسو موټر کې ځای په ځای شوي وو. پولیسو په دې تړاو یو تن نیولی دی.
نیول شوی کس له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی.