فراه کې د ترهګرو طالبانو بریدونه شنډ او په ترڅ کې یې اته ترهګر ووژل شول
په فراه ولایت کې د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې اته ترهګر طالبان وژل شوي دي.
د وژل شویو ترهګرو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي او د هوايي ځواکونو په برید کې د ترهګرو یو موټربم چې د ترورېستي پېښو هوډ یې درلود، موخې ته له رسېدو مخکې د فراه د مرکز په اړوند دهک سیمه کې شنډ شوی دی.