فراه کې دوه ماین خښوونکي نیول شوي او هلمند کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین له چاودنې مخنیوی شوی

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۵ - ۱۰:۵۷
ا

د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د فراه ښار د څلورمې ناحیې په اړوند سیمو کې دوه ماین خښوونکي نیولي دي.
یادو ترهګرو د ماین خښونې په ګڼو قضیو کې لاس لرلی او په دې وروستیو کې یې په موټرسایکل کې د ماین د ځای پر ځای کولو له امله یو کس مرګونی ژوبل شوی دی.
په همدې حال کې؛ د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو هم یو ماین چې په یوه ملکي موټر کې ځای پر ځای شوی و، کشف او له چاودنې یې مخنیوی کړی دی.