فاریاب کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي
تېره شپه د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ ځواکونه د خواجه سبزپوش او شیرین تګاب ولسوالیو په اړوند سیمو کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په پایله کې يې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د دې نښتې پر مهال له خاورې د سپېڅلې دفاع په لار کې د ملي پولیسو یو منسوب هم په شهادت رسېدلی دی.