غور کې له چاودېدونکو توکو د یو ډک موټرسایکل له چاودنې مخنیوی شوی

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۶ - ۱۰:۳۳
w

تېره ورځ د غور ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مرکز فېروزکوه ښار اړوند په "سرک دره قاضي" سیمه کې له چاودېدونکو توکو د یو ډک موټرسایکل له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو غوښتل یاد موټرسایکل ته د دې سیمې د مېشتو په منځ کې چاودنه ورکړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او له منځه یوړل شو.