غور کې د ترهګرو طالبانو دوه ډلمشران ووژل شول او درې نور یې په سرپل کې ټپیان شول.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۶ - ۱۳:۳۵
ب

تېره ورځ د غور ولایت د مرکز قطس فېروزکوه سیمه کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې د ترهګرو طالبانو دوه ډلمشران ووژل شول.
یاد ترهګر هغه مهال د امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شول چې غوښتل یې د فېروزکوه اړوند د قطس پر امنیتي پوستو برید وکړي.
همداراز د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په توپ خانه کلي کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې درې ترهګر طالبان ټپیان شوي دي.