غزني کې لس ترهګر طالبان وژل شوي دي.

تېره شپه د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې، د ترهګرو طالبانو د نظامي کمېسیون د مسوول مولوي سحر په شمول؛ د ترهګرو طالبانو اته تنه وژل شوي دي.
د دې ترڅنګ؛ تېره شپه د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې، د ګډو امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او یو میل کلاشینکوف د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلی دی.