طالبانو په تېرو دوو اونیو کې ۲۲۱ ولسي وګړي شهیدان او ټپیان کړي
په تېرو دوو اونیو کې د طالبانو د ۷۸۱ ترورېستي فعالیتونو له کبله ۸۸ ولسي وګړي شهیدان او ۱۳۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
طالبان په بشپړه بې تفاوتۍ سره د افغانستان د بې دفاع او بې ګناه وګړو وژلو ته دوام ورکوي.
د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د دغې ډلې د ترورېستي فعالیتونو له کبله تر ټولو زیات ملکي تلفات په غزني او کندهار ولایتونو کې ولسي خلکو ته اوښتي دي.
د ولسي خلکو هدف ګرځول د ټولو انساني، دیني، اخلاقي او جنګي ارزښتونو خلاف عمل بلل کېږي چې طالبان یې په دوامداره توګه ترسره کوي.