سیداباد او چهارکُنت ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو او ملي اردو ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ او د بلخ ولایت چهار کُنت ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې کړې دي.
د یادو عملیاتو په لړ کې ملي خېل، کج قلعه، شېراز، حیدرخېل، ماشین قلعه، للم، حسن خېل او سدوخېل کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي دي.
دا عملیات شپږ ورځې دمخه پیل شوي او په لړ کې یې څو کړۍ ماینونه چې په یادو کلیو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ کړي دي.
په همدې حال کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د بلخ ولایت په چهار کُنت ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې یاده ولسوالۍ په بشپړه توګه د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه کړې.
د عملیاتو پرمهال ملکي خلکو ته زیان ندی اوښتی.