سرپل کې ۱۲ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره شپه د سرپل ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون ۷ ترهګر طالبان وژل شوي دي.
په دې نښته کې ۵ ترهګر ټپيان دي او ځینې نور یې د نښتې له سیمې تښتېدلي دي.