سرپل کې د ترهګرو طالبانو د مخکښ ډلمشر قاري نظام الدین په ګډون ۵ ترهګر وژل شوي او ۱۶ ټپيان دي

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۰:۳۴
8

تېره شپه ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د سرپل ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو بریدونه په شا تمبولي او په پایله کې یې ګڼو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې بریدونو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د مخکښ ډلمشر قاري نظام الدین مشهور په حنظله په شمول ۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې بریدونو کې د ترهګرو ګڼ وسایط او مهمات له منځه تللي دي.