سرپل کې؛ ۱۴ مېله وسلې او یو شمېر مهمات ونیول شول

د سرپل ولایت امنیې قوماندانۍ د تروریزم ضد پولیسو ۱۴ مېله بېلابېلې وسلې او یو شمېر مهمات، چې په ناقانونه ډول ساتل کېدل، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې کشف او ضبط کړي دي.
یادې نیول شوې وسلې او مهمات د کورنیو چارو وزارت د کورني امنیت د منسوبینو له لوري د ډایاک پروسې ته سپارل شوي دي.