ستر امنیتي معین د لوګر ولایت له والي، ولایتي شورا رییس او غړو سره په یاد ولایت کې د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه وکتل
په دغه کتنه کې لومړی د لوګر والي، ولایتي شورا رییس او غړو یې په لوګر ولایت کې د امنیتي حالاتو په اړه خپلې څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سره شریکې کړې، دوی وویل، دا چې په امنیتي برخو کې یو لړ ستونزې شته او د دولت وسله والو مخالفینو همېشنۍ هڅه دا ده چې لوګر ولایت ناامن کړي نو موږ هیله مند یو چې په یاد ولایت کې د شته امنیتي ننګونو د لمنځه وړلو په موخه امنیتي ستونزو ته پوره پاملرنه وشي څو د لوګر ولایت په ټولو لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د تل لپاره یو ډاډمن امنیت خوندي شي.
وروسته د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع د لوګر له والي، ولایتي شورا رییس او غړو څخه مننه وکړه چې خپلې امنیتي ستونزې یې له نږدې څخه د کورنیو چارو وزارت سره شریکې کړي.
ستر امنیتي معین په خپلو خبرو کې د لوګر والي، ولایتي شورا رییس او غړو ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به لومړی د لوګر ولایت یوه امنیتي ارزونه ترسره کړي او بیا به ټولو هغو برخو ته جدي پاملرنه وکړي، په کومو برخو کې چې امنیتي ستونزې شتون لري.