د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د خپل سفر په لړ کې جوزجان ته ورسېد.

moi-af
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۸:۱۴
shhha

سه شنبه(١٥ جوزا ١٤٠٢) 
د جوزجان ولایت مقام په تالار کې د چارواکو، علماوو، قومي مشرانو او عامو خلکو په ګډون جوړه شوې غونډه کې برخه واخیسته.
د غونډې په پیل کې حافظ نورالله د جوزجان د خلکو په استازیتوب خلیفه صاحب ته ښه راغلاست ووایه او د هغه سفر یې خلکو سره د حکومت د پیوستون د ښې بېلګې په توګه یاد کړ. حافظ نورالله وویل: د جوزجان خلکو په سختو شرایطو کې د ا. امارت ملاتړ کړی.  خو لله الحمد سولې او یوه داسې سکون ته ورسېدو چې دا دی خپل مشران په خپلو ولایاتو او ولسوالیو کې له نږدې وینو.
 د جوزجان والي ګل حیدر شفق وویل، "خلیفه صاحب ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه: د امارت مشران د قدرت غوښتونکي نه دي، بلکې ټول یې د اسلامي نظام پلي کول غواړي.
ورپسې د بلخ والي محمد یوسف وفا خبرې وکړې، ده وویل چې د اسلامي نظام ټینګښت زموږ د شهیدانو خوب و، نن موږ ته د امانت په توګه راپاتې دی. 
د ده په وینا، د نظام او ولس د اتحاد مسووليت د علماوو، قومي مشرانو او د پوهنتون د استادانو پر غاړه دى.
د غونډې په پای کې خليفه صاحب د جوزجان علماو، قومي مشرانو، د پوهنتون او مکتب استادانو او ټولو ګډونوالو ته تر سلامونو وروسته د فتحې مبارکي او د شهیدانو د شهادت کورنیو ته تعزیت وړاندې کړ. 
ده وویل: د افغانانو دښمنانو غوښتل چې هېواد ووېشي، خو دلته تعصب ولسي نه و، بلکې سياسي و. موږ په خپل منځي وحدت، ايماني قوت او ملي مینه وتوانېدو چې د دوی دسیسې شنډې او افغانستان په یوه غښتلي احساس متحد سره پاتې شي.

دغه راز یې د هېواد تېر څلوېښت کلن وضعیت ته په کتنه کې وویل، د شمال خلکو د افغانستان د وحدت او خپلواکۍ لپاره کمسارې قربانۍ ورکړې دي، ځکه خو چې زه دلته راتلم د شیخ صاحب له هدایت او سلامونو سره راغلم او تاسې ته د پاملرنې غوښتنه یې رانه وکړه.
ښاغلي حقاني وویل، موږ یو وجود  او  په یوه عقیده سره ګنډلي يو، ملي یووالی او ارزښتونه مو شریک دي. 
همدا راز یې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې امارت د عفوې پر شرعي وعده او ملي قول ولاړ دی، منحيث د حکومت هيڅکله دا مساله نه ده نقض شوې او که هر چا خودسرانه کوم کار کړی وي، محاکمو یې لاس لنډ کړی دی، موږ حتی د تېر انقلاب کسانو ته د دښمن لا څه چې د مخالف خطاب هم نه کوو.
په حکومت کې د ټول شموله ونډې او د کادرونو او مسلکي خلکو د ګومارلو په اړه یې وویل: شمولیت تر اعتمادسازي وروسته پخپله راځي، موږ پر دې لګیا یو چې لومړی اعتماد قوي شي، وروسته د همکارۍ او تعامل فضا پخپله غښتلې کېږي. 
 خلیفه سراج الدین حقاني وویل، حکومت ملکیت نه دی، بلکې امانت دی، له ما وروسته به د بل افغان مسلمان نوبت راځي. د ده په خبره، حکومت د مور و پلار حیثیت لري، که هغه هر حالت ولري اولاد یې غذا، دوا او د ژوند نور امکانات ترې غواړي.

ښاغلي حقاني د نړۍ تاریخ ته په کتو وویل، ملتونه په تدریج پر ځان متکي کېږي، زمونږ په مخکې اوږد مزل دی، تر منزله به رسېږو ان شاءالله او هغه د دې وطن په پښو درول او نورو سره سیال کول دي.