د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ له مسوولینو او همدارنګه د پولیسو حوزو له امرینو سره وکتل

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۳ - ۱۰:۴۹
۶۷۵

چهارشنبه ۱۲ لړم ۱۴۰۰

د کورنیو چارو وزارت مشرتابه نن له غرمې مخکې د پاسپورټ لوی ریاست له مسوولینو، د کابل ښار حوزو له امرینو، د یادو حوزو د امنیت له مدیرانو او همدارنګه د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ له مسوولینو سره د امنیت د لا ښه والي په پار کتلي او اړونده مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې. 
د دې غونډې په ترڅ کې د پاسپورټ لوی ریاست مسوولینو ته سپارښتنه وشوه څو د پاسپورټ په ورکړه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي. 
د کورنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو اړیکو لوی رییس مولوي عبدالحکیم حمدي د کابل د امنیتي حوزو امرینو ته یادونه وکړه څو له خلکو سره غوره چلند وکړي او ویې ویل چې د عامه نظم ټینګښت او همداراز د قانون ماتوونکو پر وړاندې مبارزه باید د یادو ځواکونو لومړیتوب وي، څو له مخې یې د خلکو او امنیتي مسوولینو تر منځ اړیکه ټینګه شي. 
ښاغلي حمدي زیاته کړه چې د کابل ښار حوزو پر منسوبینو د خلکو باور کولای شي څو موږ د چارو بریا ته ورسوي او په دې برخه کې باید هېڅ ډول سرغړونه ونشي. 
په همدې حال کې؛ د کابل ښار د امنیتي حوزو امرینو هم ژمنه وکړه چې د عامه امن او نظم په ټینګښت او همدارنګه د قانون ماتوونکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې به ګړندي ګامونه واخلي او په دې لاره کې د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه بشپړ ملاتړ ته اړتیا لري.