د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین د بغلان له والي سره وکتل
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین الحاج شیخ عبدالرحمن منیر د بغلان له والي مولوي عبدالرحمن سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د نشهيي توکو پر وړاندې د روانو مبارزو، لاستهراوړنو او همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړې. ښاغلي منیر د بغلان د ولایتي ادارې هڅې وستایلې او د مبارزې د لا ښه تنظیم غوښتنه یې وکړه.
د بغلان والي د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د یاد ولایت مسؤلین د نشهيي توکو پر وړاندې جدي مبارزه کوي.
په پای کې دواړو خواوو د دوامدارې همکارۍ ژمنه وکړه.