د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رئيس الحاج مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده، د یاد ریاست مرستیال قاري رحيم الله بریال او ورسره مل پلاوي یې بامیانو ولایت ته رسمي سفر وکړ.

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲۹
adff

د دغه رسمي سفر په ترڅ کې ښاغلي اخندزاده د باميانو ولایت له والي، امنيه قوماندان، د کار او ټولنیزو چارو رییس او نورو مسوولينو سره وکتل او له مسوولينو سره یې په بېلابېلو امنيتي او ټولنيزو موضوعاتو دوه اړخيزه خبرې وکړې او د پولیسو ډالۍ یې دوی ته ورکړې چې په مقابل کې مسوولينو د عامه اړیکو لوی ریاست له دغه نوښتونه څخه مننه او قدرداني وکړه.
وروسته د عامه اړیکو لوی رئيس او ورسره مل پلاوی د والي، امنيه قوماندان او نورو مسوولينو په ملتيا د کار او ټولنیزو چارو رياست روزنتون ته لاړ او هلته يې يتيمو ماشومانو ته وینا وکړه او له مسوولينو ېې غوښتنه وکړه چې د دغه یتیمانو په پالنه او روزنه کې لا هڅې وکړي.
په پای کې یې د پوليسو ډالۍ چې د ښوونځي بکسونه، قلمونه، کتابچې او نور د ضرورت وړ توکي پکې شامل وو، په يتيمو ماشومانو ووېشل او په راتلونکي کې ېې د لا نورو مرستو ژمنه وکړه.