د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د بېلابېلو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه د جرمونو په تړاو نیولي دي. له نیول شوو کسانو څخه؛ ۳ تنه د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د قتل په تړاو، ۳ تنه د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د غلا په تړاو، ۲ تنه په هلمند ولایت کې له ۲۰۰ زره جعلي پاکستانۍ کلدارو سره، ۲ تنه په سمنګان ولایت کې د څارویو د غلا په تړاو، ۱ تن د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې د تاریخي آثارو د ناقانونه کیندنې په تړاو او یو بل تن د غزني ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې د وسلې د ناقانونه لېږد په تړاو نیول شوی دی.