د کورنیو چارو وزارت اعلامیه!

moi-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۵ - ۱۰:۳۱
Baghlan-attack

د بغلان ولایت پر امنیه قومندانۍ د ترهګرو برید، د ټولو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.
نن غرمه د 12 بجو په شاوخوا کې د ترهګرو یوې ډلې چې په جګړییزو توکو او ځانمرګو واسکټونو سمبال وو؛ د بغلان ولایت پر امنیه قومندانۍ یې برید وکړ.
په لومړي سر کې، ترهګرو یو موټر بم ته د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته څېرمه چاودنه ورکړه او ورپسې ترهګر د قومندانۍ انګړ ته دننه شول.
ملي پولیسو او د پولیسو ځانګړو ځواکونو د پېښې سیمه تر خپلې ولکې لاندې راوسته او 8 وسله وال ترهګر یې ووژل.
په خواشینۍ سره په دې پېښه کې 13 تنه ملي پولیس په شهادت رسېدلي او 35 تنه نور یې ټپیان شوي دي.
همداراز؛ په یاده پېښه کې 20 ملکي وکړي ټپیان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت دا پېښه په کلکو ټکو غندي او د داسې پېښو عاملین د افغانستان د خلکو د سولې او ټیکاو دښمنان بولي.

کورنیو چارو وزارت د دې پېښې شهیدانو ته فردوس جنت او ټپیانو ته یې د باري ذات نه د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۸/۳/۴ - ۱۲:۵۶
Background image

پر کندهار هوايي ډګر د برید په تړاو یو تن ونیول شو.

نن د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو پر کندهار هوايي ډګر د ترهګریز برید په تړاو یو تن نیولی دی.
یاد کس د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې نیول شوی دی.

شنبه ۱۳۹۸/۳/۴ - ۱۲:۲۲
Background image

نورستان کې څلور ترهګر طالبان ووژل شول.

نن د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په نورستان ولایت کې څلور ترهګر طالبان ووژل.
ترهګر طالبان د نورستان ولایت په وانټ وایکل ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.
د عملیاتو. . .

شنبه ۱۳۹۸/۳/۴ - ۱۲:۱۹
Background image

خوست کې د یوې چاودنې مخنیوی شوی.

ملي پولیسو د خوست ولایت د باک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وسایطو ضد ماین کشف او شنډ کړو.
ترهګرو طالبانو د ملکي مرګ ژوبلې لپاره د باک ولسوالۍ په سیمو کې یو کړۍ ماین خښ کړی و، چې موخې ته. . .

بېرته خبرونه ته