د کمپیوټر او اداري کړنلارو په اړه د ۲۵ ورځو روزنیز سیمینار د غزني په امنیه قومندانۍ کې پای ته ورسېد

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۴:۴۶
یبسب

د غزني امنیه قومندانۍ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مدیریت د دغه ولایت د اتلسو ولسوالیو، شپږو امنیتي حوزو او اړوندو څانګو د کارکوونکو لپاره د مخابراتو د پرمختللو میتودونو، کمپیوټري مهارتونو او اداري کړنلارو په اړه سیمینار جوړ کړ.
د سیمینار د پای په مراسمو کې، د غزني د ولایت امنیه قومندانۍ سرپرست او د امنیت امر، مل پاسوال مولوي محمد طاهر مبارز، د دغه پروګرام له جوړېدو څخه ستاینه وکړه او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د خپلو کارونو چټکتیا او مسلکي توب لوړ کړي.
د پروګرام په پای کې، استادانو او ګډونوالو ته د ستاینې سندونه ورکړل شول.