د کابل په منډوي کې د اورلګېدنې د پراخېدو مخه ونیول شوه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۳۶
adsf

د کورنیو چارو وزارت پېښو ته د رسېدو او اور وژنې لوی ریاست منسوبینو د چټک اقدام په ترڅ کې د کابل ښار د منډوي په زرداد مارکېټ کې هغه اورلګېدنه مهار کړه، چې د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې وه.

په دې اورلګېدنه کې نږدې ۸ میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی، خو د اطفایې ځواکونو د پر وخت هڅو په پایله کې په یاد مارکېټ کې د دوکانونو او ګودامونو شاوخوا ۴۸۰ میلیونه افغانۍ شتمني له سوځېدو وژغورل شوه.

د کورنیو چارو وزارت د پېښو پر وړاندې د چټک غبرګون او اطفایې لوی ریاست تل د پېښو د مخنیوي او د هېوادوالو د سر او مال د خونديتوب لپاره هڅې کوي.

له ټولو هېوادوالو غوښتنه کېږي چې په خپلو کورونو، دوکانونو، ګودامونو او مارکېټونو کې د خوندیتوب اصول او احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي او له اړوندو مسئولینو سره لازمې همکاري وکړي، ځکه د خوندیتوب تدابیرو رعایت او ستاسو همکاري د پېښو په مخنیوي او د عامه امنیت په تأمین کې اغېزناک رول لري.