د ځانګړو قطعاتو د عملیاتي قطعې ۲۰ منسوبین له روزنیز پروګرام څخه فارغ شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۱۱
شسیبشسب

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د معینیت د ځانګړو قطعاتو ریاست اړوند د عملياتي قطعې ۲۰ منسوبین د امارتي تاسیساتو د ساتنې له روزنیز پروګرام څخه فارغ شول.

د فراغت په مراسمو کې د عملیاتي چارو لوی رییس مفتي محمدالله احمدي، د ځانګړو قطعاتو رییس ملا امان‌الله حاجي قاضي، د عملياتي قطعې قوماندان حفیظ‌الله شاهین او یو شمېر نورو مسئولینو او منسوبینو ګډون کړی و.

په دې مراسمو کې مسئولینو د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمانونو پر پلي کېدو ټینګار وکړ، د ځانګړو قطعاتو د مسئولینو او منسوبینو د هڅو او لاسته راوړنو ستاینه یې وکړه او د مسئولیتونو د لا ښه ترسره کولو لپاره یې د روزنې پر ارزښت او رول ټینګار وکړ. په پای کې فارغو شویو منسوبینو ته د فراغت تصدیق‌لیکونه هم ووېشل شول.