د پروان ولایت له روزنیز مرکز څخه لیدنه

moi-af
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۹/۱۳ - ۱۴:۳۹
moi


د کورنیو چارو وزارت اداري معین پوهیالی لوی پاسوال عبدالجبار پردلي، د ښوونې او روزنې عمومي قومندان پاسوال داد الله معصومي او د اداري چارو د معینیت ملکي مرستیال حدیث غیاثي د پروان ولایت د روزنیز مرکز څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې د پروان ولایت د روزنیز مرکز د ۲۹ ساتونکو فراغت غونډه هم ترسره شوه؛ چې یادو ساتونکو ته له درې میاشتنيو زده کړو وروسته د فراغت سندونه ورکړل شول.
د دې تر څنګ د ۲۴ ساعته مهال وېش، په عملي او نظري ډول په درسونو کې د محصلینو ګډون، د اعاشې او اباتې څرنګوالی او د محصلینو ستونزې  وارزول شوې.
د لیدنې په پای کې یو شمېر استادان، اداري افسران او ساتنمنان په نقدي ډول، ستاینلیکونو او افتخاري مډالونو وستایل شول.