د هېواد په څلورو ولایتونو کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کندوز، کندهار، ننګرهار او پنجشېر ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په پایله کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د کندوز ښار په اتمه ناحیه کې دوه تنه د "ښیښه او هیرویینو" د پلور، د کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د "ښيښې" یو پلورونکی، د ننګرهار ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې یو کس د ۱۰ کیلوګرامه هیرویینو د قاچاق او همدارنګه د پنجشېر ولایت په مرکز کې هم یو کس د اته کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.