د هېواد په دوو ولایتونو کې ۱۲ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د نیمروز ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د زرنج ښار د لومړۍ او څلورمې ناحیې په اړوند سیمو کې د جنايي جرمونو د عاملینو د نیولو په پار ځینې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۰ تنه د کورونو د لوټولو، د وسایطو د غلا او شکونې په تړاو نیولي دي.
په همدې حال کې؛ د دایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم دوه حرفوي غله د دوه عرادو موټرسایکلونو او نقدو پيسو تر غلا وروسته نیول شوي دي.