د هېواد په درېیو ولایتونو کې شپږ کړۍ ماینونه کشف او ترلاسه شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۱۱:۳۳
6

د ملي پولیسو منسوبینو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د لوګر، زابل او بدخشان ولایتونو په اړوند سیمو کې څو جلا اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو شپږ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
یاد ماینونه د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ، د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ او د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي وو.
ترهګرو غوښتل د دې ماینونو څخه په ګټې اخیستنې ترهګریز بریدونه طرح کړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا شنډ شوي دي.
په عامه سیمو کې د ماینونو طرح او سازماندهي د افغانستان د بې‌ګناه خلکو پر وړاندې د ترهګرو کمزورتیا او بې‌پروايي ښيي.