د هېواد په درېیو ولایتونو کې شپږ تنه د قتل او وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول

د تخار، پنجشېر او پروان ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د قتل او وسله والو غلاو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د تخار ولایت د تالقان ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو کې څلور تنه د وسله والو غلاو او ژوبلې، په پنجشېر کې یو کس د قتل او همدارنګه د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې هم یو کس د وژنې په تور نیول شوي دي.