د هېواد په درېیو ولایتونو کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د ننګرهار، کونړ او پنجشېر ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د ننګرهار ولایت د مرکز جلالاباد ښار په نهمه ناحیه کې یو کس له ۱۴۳ کیلوګرامه چرسو، د کونړ ولایت په شلتن ولسوالۍ کې یو کس له ۲۲ کیلوګرامه چرسو او همدارنګه په پنجشېر ولایت کې هم یو کس د ۱۴ کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه درې عرادې موټر هم ترلاسه شوي دي.
د یادو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.