د هېواد په اتو ولایتونو کې ۱۸ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

پنجشنبه ۱۸ مرغومی ۱۳۹۹
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، هرات، ننګرهار، بلخ، خوست، پکتیا، نیمروز او پکتیکا ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق به تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ کابل کې درې قاچاقبران، هرات کې یو قاچاقبر، ننګرهار کې دوه قاچاقبران، بلخ کې درې قاچاقبران او د نشه يي توکو دوه پلورونکي، خوست کې دوه قاچاقبران، پکتیا کې یو قاچاقبر، پکتیکا کې دوه قاچاقبران او همدارنګه په نیمروز کې هم د نشه يي توکو دوه پلورونکي نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو اندازه هیرویین، ښيښه، چرس، الکولي څښاک او د نشه يي توکو د قاچاق له درکه ۴۱۹۲۵۰ افغانۍ نقدې پیسې هم ترلاسه شوې دي.