د هېواد له څو ولایتونو څخه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو لسګونه کسان نیول شوي
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، له ننګرهار، بامیان، پروان، خوست، پنجشېر، فراه، پکتیا، پکتیکا، کندهار، جوزجان، نیمروز، بغلان، غزني او هلمند ولایتونو څخه ۷۵ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.
له نیول شوو کسانو څخه څه باندې دوه کیلوګرامه چرس، ۲۲۰۰ نشه يي (کا) ټابلیټونه او یوه اندازه شیشه او تریاک هم ترلاسه شوي دي.