د هرات پولیسو له روزنېز مرکز څخه په یوه ښوونېزه دوره کې د کمپیوټر او ادارې په برخه کې ۱۲۸ تنه منسوبین فارغ شول.

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۵:۲۴
sfsfs

په همدې موخه جوړ شویو مراسمو کې د هرات امنیه قومندانۍ اداري مرستیال حاجي سعد الله سعدي، د پولیسو د روزنیز مرکز قومندانۍ سرپرست او نورو منسوبینو او مسؤلینو برخه اخېستې وه.
په پای کې فارغینو ته د فراغت سندونه او تصدیق پاڼې ورکړل شوې.