د ننګرهار ولایت لپاره نوی امنیه قومندان معرفي شو
نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر کړی دی.
محمد مسعود اندرابي د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ لپاره سمونوال اېمل نیازی د نوي امنیه قومندان په توګه معرفي کړ او په ټوله کې یې د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې ترڅنګ امنیتي چارواکو ته په ولسوالیو کې د روانو عملیاتو په تړاو لازمې لارښونې کړې دي.
ښاغلي اندرابي وویل چې داعش ترهګره ډله په افغانستان کې په ځانګړې توګه په ننګرهار کې بشپړه ماته خوړلې او پدې ولایت کې د جرمي شبکو د له منځه وړو په هدف هم ځانګړي عملیاتي میکانیزمونه جوړ شوي دي.