د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال د چارو ادارې له مرستيال سره وکتل

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۰:۴۶
sdfsfsff

 الحاج لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار د چارو ادارې له مرستيال الحاج مولوي محمد صابر معتصم باالله او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 په سر کې ښاغلي همکار د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

ورپسې د چارو ادارې  مرستيال له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې لاسته راوړنې مهمې وبللې او د هغوى د ستاينې ترڅنګ یې خوښي څرګنده کړه.