د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو دوه قاچاقبران له یو اندازه نشه‌يي توکو سره نیولي

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۱۳:۴۸
ب

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په بلخ او نیمروز ولایتونو کې دوه جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیولي او یو اندازه نشه‌يي توکي یې هم کشف او ترلاسه کړي دي.
پولیسو د بلخ ولایت د کلدار ولسوالۍ په "قرن‌‌توقي" کلي کې پر یوه استوګنیز کور اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې دوه تنه چې تر دې دمخه یې هم د نشه‌يي توکو د قاچاق په ګڼو قضیو کې لاس درلود او د پولیسو تر څار لاندې وو، نیولي دي.
له یادو قاچاقبرانو څخه ۶۰ کیلوګرامه چرس، ۷ کیلوګرامه تریاک، یو کیلوګرام کرېستال، یو کیلوګرام ښيښه او یو میل کلاشینکوف وسله هم ترلاسه شوي دي.
بل‌خوا؛ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د نیمروز ولایت په اړوند سیمو کې پر یوه کور یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۱۰ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط کړي دي.
د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک نه‌دي نیول شوي خو تورن کس پېژندل شوی او د نیولو له‌پاره یې د پولیسو هڅې روانې دي.