د مهماتو دوه قاچاقبران له څه باندې ۱۲ زره ډزه ګولیو سره ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۹:۴۳
v

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په پکتیا ولایت کې د مهماتو او وسلو یوه محموله کشف او ترلاسه کړه. 
په یاده محموله کې د اېم-۱۶ (۶۵۰۰) ډزه ګولۍ، د ار.پي.جي توغندي غورځوونکو ۱۸ ډزه ګولۍ او د کلاشینکوف وسلې ۵۶۰۰ ډزه ګولۍ شاملې دي. 
د دې قضیې په تړاو د وسلو دوه قاچاقبر نیول شوي او له دوی څخه د وسلو او مهماتو د پلور له درکه دوه سوه زره پاکستانۍ کلدارې هم ترلاسه شوې دي.