د مشرانو جرګې د مخکېني غړي محمد حسن هوتک د ترور په تړاو درې تنه ونیول شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۰ - ۱۵:۹
6

د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کابل ښار د پنځمې ناحیې په اړوند سیمو کې ځينې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې درې تنه په ولسي چارو کې د جمهور رییس د سلاکار او د مشرانو جرګې د مخکېني غړي محمد حسن هوتک د ترور قضیې په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو د روان کال د وږي میاشتې په ۹مه نېټه، د کابل ښار د پنځمې ناحیې په اړوند سیمو کې د یوه ترورېستي برید په پایله کې په مشرانو جرګه کې د زابل ولایت مخکېنی استازی محمد حسن هوتک شهید کړی و.