د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ مرستیالي( معینیت) مولوي سعید الله" حماس" لنډه پېژندنه

 

معین محافظت عامه و تصدی امنیتی

بسم الله الرحمن الرحیم
لنډه پیژندنه
ښاغلې مولوی سعیدالله "حماس" د مرحوم الحاج مولوی بخته جان زوی په ۱۹۸۳ م کال کې د پکتیکا ولایت ګیان ولسوالی په ښیروي لوړی کلي کې زیږیدلۍ دی، نوموړی په ۱۹۹۳ م کال کې د صدیق اکبر مدرسې څخه د قرآنکریم حفظ خلاص کړی او په ۲۰۰۴ م کال کې د دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک مدرسې څخه په عالي (ممتاز) درجه فارغ شوی دی.
نوموړی د خلیفه صاحب سراج الدین "حقاني" په ملګرتیا د یرغلګرو په خلاف مبارزه کې د اول صف ملګرو څخه وو، چې په دې سپیڅلې لاره کې (۳) کاله بند یا زندان هم تیر کړی، نوموړي د اسلامي امارت اړوند مختلفو برخو کې دندې ترسره کړي دي لکه:
د خلیفه صاحب سراج الدین "حقاني" د مشاور  په حیث او همدارنګه د خلیفه صاحب رابط په حیث او ترڅنګ یې د اسلامي امارت له طرفه د قبایلو په کمیسیون کې یې هم دنده ترسره کړې ده، د اسلامی امارت فتحې نه وروسته د کورنیو چارو قدرمن وزیر صیب په وړاندیز او د ریاست الوزرا د عالی مقام د حکم پر بنسټ د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی رئیس په حیث په فوق رتبه بست کې وټاکل شو، چې وروسته یاد ریاست معینیت ته ارتقاء وکړه نو دکورنیو چارو د قدرمن وزیر صاحب په وړاندیز او د ریاست الوزرا عالي مقام د حکم په اساس د لوی پاسوال په بست کې د یاد معینیت د معین په حیث مجدداً وټاکل شو،چې تر اوسه په یاد بست کې برحاله دنده ترسره کوي.